۰

پر ایراني ځواکونو ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
راپورونه وايي، ایران کې د دغه هېواد پر سپاه پاسداران ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر ایراني ځواکونو ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي، ایران کې د دغه هېواد پر سپاه پاسداران ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه ماښام مهال د ایران د سیستان بلوچستان ایالت د خاش په سیمه کې د ایرانو ځواکونو پر یوه بس موټر شوې ده.

ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، په دغه برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه رسنیو ویلي، چې د پېښې ټپیان د زهدان روغتونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

ایراني چارواکو د برید مسوولین تکفري او د لویو استکباري قدروتونو د استخباراتي ډلو کار بللی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي