۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

په افغانستان کې سوله د سیمې د هېوادونو ګډ مسوولیت دی

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۷
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې په ګټه او دا د سیمې د هېوادونو ګډ مسوولیت دی.
په افغانستان کې سوله د سیمې د هېوادونو ګډ مسوولیت دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې په ګټه او دا د سیمې د هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې له پاکستاني رسنیو سره خبرو کې کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې په افغانستان کې سوله غواړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې له هېوادونه سره به په ګډه له افغان سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه په وینا یې د افغانستان سوله د پاکستان او ټولې سیمې په ګټه ده.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان ستونزه یوازې د سیاسي خبرو له لارې پای ته رسېدی شي او باید هڅه وشي، چې په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه نوره پای ته ورسول شي.

پاکستان په وار وار په افغان سوله کې د مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی، خو د افغان او امریکايي چارواکو په وینا دغه هېواد تر اوسه د سولې په برخه کې د پام وړ رول نه دی لوبولی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د امریکا له دفاع وزیر سره لیدنه کې ویلي و، چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي ګټوره خو په وینا یې د دغه ستراتېژۍ هغه اصلي هدف چې په سیمه کې د ترهګرو ځالې له منځه وړلو و نه دی تر لاسه شوی.

ښاغلي غني ویلي، چې پاکستان کې لا هم د ترهګرو ځالې او پتنځایونه شته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي