۰

چین د تورخم دروازه په عصري شکل جوړوي

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
په کابل کې د چین سفارت وايي په پام کې لري، د تورخم سوداګیزه او ترانزیټي دروازه په عصري او پرمختلي شکل جوړه کړي.
چین د تورخم دروازه په عصري شکل جوړوي
په کابل کې د چین سفارت وايي په پام کې لري، د تورخم سوداګیزه او ترانزیټي دروازه په عصري او پرمختلي شکل جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي له دغه کار یې موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیا برابرول دي.

د چین سفارت زیاته کړې، چې په دغه سیمه کې به د تګ راتګ او خلکو د تم کېدو عصري ځایونه او سیستمونه جوړېږي او موخه یې هم د چین د راتلونکو سوداګریزو پروژو لپاره د اسانتیا برابرول دي.

د سرچینې پهوینا غواړي په دې توګه دغه لارې د چین-پاکستان له ستر اقتصادي دهلیز سره وصل شي او هدف یې دا دی، چې دغه ستره لار د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره و نښلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي