۰
ناټو کې د امریکا سفیره:

د د سیمې هېوادونه دې افغانستان کې رغنده رول ولوبوي

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۲
په ناټو کې د متحده ایالتونو دایمي سفیرې کې بیلي هاچیسون د سیمې پر هېوادونو غږ وکړو چې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي.
د د سیمې هېوادونه دې افغانستان کې رغنده رول ولوبوي
په ناټو کې د متحده ایالتونو دایمي سفیرې کې بیلي هاچیسون د سیمې پر هېوادونو غږ وکړو چې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن هاچیسون دغه څرګندونې پرون سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د دوه ورځنې غونډې په درشل کې په یوه خبري ناسته کې کړې دي.

د هغې په وینا امریکا تمه لری، چې سیمې هېوادونه او سیمه ییز لوبغاړي په افغانستان کې خپل رغنده رول ولوبوي او له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

هغې ویلي«موږ هیله لرو، چې سیمه ییز لوبغاړي مثبت رول ولوبوي، له افغانستان سره مرسته وکړي، د سولې په بهیر کې مرسته وي څو دغه هېواد د یوه ګاونډي په توګه نور هم پیاوړی شي.

په ناټو کې د امریکا دایمي سفیري ویلي چې تر اوسه پورې د افغان سولې په اړه یوازې مشورې کېږي.

باید و ویل شي، چې د ناټو دفاع وزیران به نن د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه سره جرګه شي او غونده به یې دوه ورځې دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي