د هېواد لوی څارنوالۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون ۱۲ لرې کړی شوي غړي او رییسان ممنوع الخروج اعلان کړل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ولسمشر پرون سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه په یوه فرمان کې د ټاکنو د خپلواک او د شکایتونو کمېسیونو رییسان او غړي له دندو لرې کړل.
په فرمان کې راغلي د ټاکنو په قانون کې د نوي تعدیل او توشیح پر بنسټ له نن «۲۳ د سلواغې» څخه وروسته د ټاکنو کمېسیونونو رییسان او غړي له دندو ګوښه شمېرل کېږي.
په فرمان کې دغه راز راغلي، چې په چارو کې د ځنډ د مخنیوي په موخه به د دواړو کمېسیونونو د دارالانشا رییسان د لنډې مودې لپاره د کمېسیونونو سرپرستي کوي.
له دې فرمان وروسته د هېواد لوی څارنوالۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د شکایتونو کمېسیون ۱۲ لرې کړی شوي غړي او رییسان ممنوع الخروج اعلان کړل.
د لویې څارنوالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي د هغه قضیې د څېړ لپاره چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو او رییسانو باندې د وظیفوي صلاحیت څخه د ناوړه ګټې اخیستې په پار لګول شوي دوی ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دوی به تر هغه پورې ممنوع الخروج وي تر څو پرې د لګېدونو تورونو او تر لاسه شویو قضیو پوره سپناوی نه وي شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل