ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغان حکومت کابینې د ټاکنو قانون تعدیلي طرحه تصویب او توشېح کړې ده، چې پر مټ به یې د ټاکنو کمېسیون اوسني کمېشنران له دندو ګوښه او پر ځای به یې نوي کسان وګمارل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ولسمشر غني د کابینې له تصویب وروسته دغه طرحه توشېح کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه طرحه د ځینو زیاتونو او کمونو او له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته تصویب او توشېح شوې ده.
د دغه طرحې له مخې به د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران ګوښه کېږي او پر ځای به یې نوي کمیشنران ګومارل کېږي.
د طرحې له تصویب او توشېح وروسته ولسمشر غني ویلي، دغه مسوده، د سیاسي قشر، د ولسمشرۍ د نوماندانو او په ټاکنو پورې تړلو مدني ټولنو په سلا مشورې چې پر تعدیل یې ټینګار کاوه، جوړه شوې ده.
د افغان حکومت اجرائیه رییس هم د دغه طرحې او پر هغې د اجماع د رامنځ ته کېدو هرکلی کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل