۰
ولسمشرغني:

پاکستان کې لا هم د ترهګرو ځالې شته او له منځه نه دي وړل شوې

سی شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان سره په لیدنه کې ویلي د ترهګرو ځالې لا هم په پاکستان کې شته او له منځه نه دي وړل شوې.
پاکستان کې لا هم د ترهګرو ځالې شته او له منځه نه دي وړل شوې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان سره په لیدنه کې ویلي د ترهګرو ځالې لا هم په پاکستان کې شته او له منځه نه دي وړل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع سرپرست وزیر پرون دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و او ښاغلي غني په ارګ کې ورسره وکتل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني او شاناهان په دغه لیدنه د دواړو هېوادونو تر منځ پر نظامي یووالي ټینګار وکړ.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي، که څه هم د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتېژې ښې پایلې ورکړې، خو په وینا یې په ګاونډي هېواد کې د وسله والو ډلو پټنځایونه او ځالې، چې له منځه وړل یې د یادې ستراتېژۍ اصلي هدف و، لا هم پر ځای دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې په افغانستان کې پر تل پاتې سولې، د سولې پر روانه پروسه، له ترهګرۍ سره مبارزه او د امریکا او افغانستان تر منځ پر نظامي یووالي ټینګار وشو.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر هم ویلي، چې له افغانستان او په ځانګړې توګه له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ به په دغه هېواد کې د سولې تر راتګ او د ترهګرو ډولو تر ماتې پورې دوام ولري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غنی او شاناهان د سولې په تړاو د لویې مشورتي جرګې پر جوړېدو هم خبرې وکړې او ټینګار یې دا و، چې په دغه جرګه کې باید د افغانستان د ټولو قومونو او بېلا بېلو پاړکیو او ګوندونو استازي برخه ولري.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د لویې مشورتي جرګې له جوړېدو وروسته به د کابل پروسې درېیم کنفرانس هم کابل کې جوړ شي او په کې به هغه طرحه وړاندې شي، چې څنګه کېدای شي افغانستان له سولې وروسته په خپلو پښو ودرېږي.

دا خبره پرون ولسمشر غني هم په یوه غونډه کې وکړه او ویې ویل افغان حکومت په دې جدي کار پیل کړی، چې د سولې له تړوان وروسته څنګه وشي، چې افغانستان د بهرنیو له مرستو پرته په خپلو پښو ودرېږي او د قدرت مسالمت آمېزه لېږد ته زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي