د امریکا د دفاع وزرات سرپرست پاتریک شاناهان له خپل افغان سیال اسدالله خالد سره لیدنه کې ویلي چې امریکا به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت سرپرست نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه پر یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.
نوموړي کابل کې د ځانګړو عملیاتو د قول اوردو په قومندانۍ کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد او نورو افغان پوځي چارواکو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي خالد د افغان پوځ وروستۍ لاس ته راوړڼې بیان کړې او د پوځ د پیاوړتیا، مسلکې ښوونې او روزنې په برخو کې یې د امریکا د نورو مرستو غوښتنه کړې.
په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان له افغان پوځ سره د امریکا د مرستو ژمنه تکرار کړې ده او وايي امریکا به د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان پوځ تر څنګ ولاړه وي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغان پوځ د سمبالتیا او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یوازي نه پریږدي.
هغه له دې وړاندې د سفر پر مهال له ورسره خبریالانو یوې وړې ډلې ته دا هم ویلي و، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په امنیتي ګټو پورې تړاو لري او ده تر اوسه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې کوم امر نه دی تر لاسه کړی.
د هغه په وینا امریکا په افغانستان او سیمه کې امنیتي ګټې لري او تر چې دغه ګټې خوندي شوي نه وي، د امریکايي ځواکونو ایستل کومه مانا نه لري.
ټاکل شوې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو تر څنګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره هم وګوري او د افغان سولې او روانې جګړې په اړه ورسره خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل