ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان د حالاتو د ارزولو په موخه سره جرګه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د ناټو سازمان دفاع وزیران به د راتلونکې چهارشبنې په ورځ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې دوه ورځنۍ غونده ولري.
سرچینې وايي، په دغه غونده کې به د ناټو سازمان د ټولو ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران برخه ولي او د نورو موضوعاتو تر څنګ به د افغانستان وروستي حالات او دغه راز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې روانه پروسه هم و ارزوي.
ویل کېږي په دې ناسته کې به د ناټو اړوند موضوعاتو، ننګونو او پرمختګونو باندې په تفصيل سره خبرې کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل