کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل استخباراتي پولیسو د نفوس د ثبت احوال ادارې یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور نیولي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس غوښتل پنځه جلده پېژندپاڼې، چې اخستونکي یې نه و، د ۱۲۵۰ امریکايي ډالرو په بدل کې یو کس ته ورکړي، چې د پولیسو له خوا ونیول شو.
کورنیو چارو وزارت د نیول شوي کس د هویت او دغه راز د هغه کس په اړه چې دغه پېژندپاڼې یې اخیستې څخه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل