۰

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغلی دی

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر پاتریک شناهن په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغلی دی
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر پاتریک شناهن په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، شناهن نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه کابل ته راغلی او ټاکل شوې په افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره وګوري.

له دې سره دا هم ویل کېږی، چې نوموړی به له خپلو پوځیانو سره په افغانستان کې پر روانې جګړې او له طالبانو سره د سولې پر روانو خبرو هم بحثونه ولري.

تر اوسه د دغه سفر په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم افغان چارواکو څه ویلي.

دا افغانستان ته د پاتریک شناهن لومړی سفر دی.

د امریکا دفاع وزارت سرپرست پر داسې مهال افغانستان ته راځي، چې نن د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د یوه امریکايي پلاوي په مشرۍ د افغان سولې په اړه شپږو هېوادونو ته ۱۸ ورځنۍ سفیر پیل کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي