۰

د معترضو نوماندانو لاریون:د کابل ټاکنې باید باطلې او کمېشنران محکمه شي

یکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
کابل کې ولسي جرګې ته د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو په لاریون لاس پورې کړی او د کابل د رایو د باطلېدو او د کمېسیون د غړو د محکمې غوښتنه یې کوله.
د معترضو نوماندانو لاریون:د کابل ټاکنې باید باطلې او کمېشنران محکمه شي
کابل کې ولسي جرګې ته د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو په لاریون لاس پورې کړی او د کابل د رایو د باطلېدو او د کمېسیون د غړو د محکمې غوښتنه یې کوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لاریون نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه د پلازمېنې کابل ښار د پښتونستان واټ څخه پیل او په خپلو شعارونو کې یې کمېسیون په درغلي تورناوه.

لاریون کوونکو مرګ په کمېۍسیون، مرګ د کمېسیون پر کمېشنرانو د شعارونو له ورکولو سره یو ځای د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د ابطال او دغه راز د کمېسیون د غړو د محکمې غوښتنه کوله.

دوی ویل، دغه ټاکنې له پراخې درغلې، فساد او پیسو اخیستنې ډک وې او باید باطلې اعلان کړای شي.

د متعرضو نوماندانو څخه یو تن عرفان الله عرفان و ویل، چې هغه پراخ درغلۍ، چې په ټاکنو کې شوې، پر ټاکنو یې د ولس باور زیانمن کړی او باید دغه ټاکنې باطلې اعلان شي.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون باید پر خپله لومړۍ پرېکړه چې د کابل رایې یې باطلې اعلان کړې وې، ودرېږي او ټاکنې له سره وشي.

د لاریون کوونکو په وینا دغه ټاکنې او پایلې دوی ته د منلو نه دي او که چېرې یې کمېسیون او حکومت غږ وانوري دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي