کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال په کابل کې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور ۷ تنه نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د یاد وزارت له خوا نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویل شوي، دغه کسان، د کابل ښار په درېیمه او اتمه ناحیه او دغه راز په بګرامیو، ده سبز او قرباغ ولسوالیو کې نیول شوي دي.
سرچینه وايي، نیول شوي کسا په غلاو، قتل او اخلاقي فساد کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا ونیول شول او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه کسانو یو عراده موټر، یوه اندازه پيسې او ۹ سيټه موبایلونه هم تر لاسه شوي، چې مالکینو ته یې سپارل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل