امنیتي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو یو نفوذي پولیس خپل ۸ پولیس ملګري وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه(د سلواغې ۲۰مه) د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند سر ګودر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
امنیتي سرچینې وايي، په دغه سیمه کې یو نفوذي پولیس د خپلې پوستې پر ملګرو د ټوپک شپېلۍ رااړولې او ۸ پولیس یې وژلي دي.
په ورته وخت کې راپورونو کې ویل شوي په دغه سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ هم نښته شوې او مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شوې، خو کره معلومات یې نشته.
د هلمند د والي ویاند هم د لومړي پېښې پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې په دغه برید کې شپږ پولیس وژل شوي دي.
طالبانو هم ویلي، چې برید د دوی یوه نفوذي کس کړی، ۹ امنیتي سرتېري یې وژلي او وسلې یې ترې وړې دي.
جمهورخبري آژانس:هلمند