سیمه ییز چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دغه زندان یې مات کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي دغه عملیات تېره شپه د په واشېر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د زندان یو ساتونکی وسله وال وژل شوی او ۷ تنه زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.
د ځواک په خبره له عملیاتو وروسته دغه زندان هم په یوه هوايي برید کې له منځه وړل شوی دی.
د هغه په وینا د طالبانو له زندانه راخوشي شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او طالبانو له حکومت سره د همکارۍ په تور بندیان کړي و.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو یو زندان مات او ۳۸ تنه زندانیان یې ترې راخوشي کړل.
جمهورخبري آژانس:هلمند