۰

هلمند کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

یکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازی وايي، په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، ځو ځايي چارواکي وايي، هلته تر ۲۰ زیات طالبان وژل شوي.
هلمند کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه
په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازی وايي، په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، ځو ځايي چارواکي وايي، هلته تر ۲۰ زیات طالبان وژل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عملیات وړمه ورځ د ملي امنیت د صفر ۳ قطعې د ځانګړو ځواکونو له خوا د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو د یوه کور له څنګه پر امنیتي ځواکونو برید وکړو، چې په ځواب کې یې هوایي برید شوی او په کې ۲۵ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، دوی ته هم له سیمې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی شوی خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

خو په ولسي جرګه کې د هلمند استازي هاشم الکوزي ویلي، افغان ځواکونو د سنګین ولسوالۍ د څاروان کلا  په دغه سیمه کې پر دوه کورونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې ۱۱ تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې دغه عملیات له کندهار ولایت څخه پلان شوي و، چې د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په وینا په کې د طالبانو د قوماندې یو مرکز او څلور کورونه نړېدلي دي.

راپورونه وايي، په دغه عملیاتو کې د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ۱۰ تنه نور ژوندي هم نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي