هندي رسنۍ وايي، له پاکستان سره د امریکا نرم چلند د دې لامل شوی، چې د افغان سولې پر وړاندې خنډونه راپورته او په دې برخه کې د امریکا هڅې ټکنۍ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې انډیا ټایمز په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان د سولې مسئله د سیمې د هېوادونو او امریکا ترمنځ د کشمکش سبب شوې ده او هر څوک غواړي دغه پروسه انحصار کړي.
دغه ورځپاڼې کې ویل شوي، امریکا په لوی لاس دا زمینه برابره کړه چې د سیمې هېوادونو د امتیاز اخیستو لپاره د سولې پروسه انحصار کړي.
سرچینه زیاتوي، سر له دې چې پاکستان د ترهګرو ستر ملاتړی دی، خو امریکا یې نه یوازې دا چې پر وړاندې اقدام و نه کړ بلکې هر کال یې میلیاردونه ډالر د ترهګرو دغه ملاتړي هېواد ته ورکړي دي.
په دغه مطب کې راغلي،اوس هم امریکا د دې پر ځای چې پر پاکستان فشارونه راولي دغه هېواد ته امتیاز ورکوي او له دوی غواړي چې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.
د مطب د لیکوال په باور د امریکا ډېرې پاشلې هڅې او له پاکستان سره نرم چلند د دې سبب شو، چې طالبان ځانونه د امتیاز څښتنان وبولي او واک ته د رسېدو خوبونه وویني.
ورځپاڼه ټینګار کوي، چې افغانستان یو مستقل حکومت لري او امریکا ته په کار ده، چې د سولې د پاشلو هڅو پر ځای د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړي.
د مطلب لیکوال وايي، په افغانستان کې تر بین الافغاني مذاکراتو پرته د سولې راتګ ناشونی دی او امریکا ته په کار ده، چې دې مسئلې ته متوجه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل