ملي امنیت وايي، د کابل ښار د زنبق څلور لاري او پر جي فور اېس کمپ د تېر کال د خونړي موټر بم او ډلیزه وسله وال برید طراحان چې د حقاني شبکې غړي دي نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېر کال د کابل ښار د زنبق څلور لاري کې د جرمني سفارت ته یو موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۹۰ تنه و وژل شول او ۳۸۰ نور ټپیان شول.
ملي امنیت زیاتوي، د همدې برید په تړاو د حقاني شبکې درې تنه غړي، چې له پولې پورې غاړې یې د خپلو بادارانو په امر دغه برید ته زمینه برابره کړې وه، نیول شوي دي.
د ملي امنیت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، انجینر شریف، غلام مطفی او جاوید چې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد اصلي اوسېدونکي دي، دغه برید ته زمینه برابره کړې وه.
د سرچینې په وینا دغه کسانو په خپل اعتراف کې ویلي، چې هم یې د زنبق څلور لاري په موټر بم برید او هم یې پر جي فور اېۍ کمپ په وسله وال ډلیز برید کې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه اعترافات د ملي امنیت د هغه مخکنیو معلوماتو پخلی کوي، چې یاد دواړه بریدونه د طالبانو د رهبرۍ شورا په لارښوونه او د ګاونډي هېواد پاکستان د څارګرې ادارې په پلان په میدان وردګو ولایت کې د حقاني شبکې له خوا تر سره شوي دي.
خبرپاڼه دا هم وايي، هغه کسان چې پر جي فور اېس کمپ یې ډلیز وسله وال برید کړی و، د کندهار ولایت د اوسېدونکي مولوي حنیف د ځانمرګو بریدګرو د تربیې په مدرسه کې، چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په کویټه کې موقیت لري زده کړې تر لاسه کړې وې.
د ملي امنیت ریاست ویلي تر دغه برید وروسته د څلورو تنو بریدګرو، ذلفقار، ظهور احمد، نجیب الله او خلیل احمد جسدونه هم د د بلوچستان ایالت د کویټې، ګلستان او کچلاغ سیمو ته وړل شوي و، او دا هم د دې پخلی کوي، چې په افغانستان کې کېدونکي خونړي بریدونه له پولې پورې غاړې طرحه او دلته تر سره کېږي.
ملي امنیت پر داسې مهال د حقاني شبکې د دریو غړو د نیولو خبر ورکوي، چې تېره ورځ یې په کابل ښار کې د داعش د ډلې د جلب و جذب د مسوول شیخ اوبو عبیدالله متوکل د نیولو خبر هم ورکړی و.
دغه ریاست وايي، شیخ اوبو عبیدالله متوکل چې د یوه پوهنتون استاد او د شیخ محمدیو د روحاني جومات خطیب هم دی لسګونه زده کوونکي یې داعش ډلې ته جذب کړي او بیا یې د ترهګرو فعالیتونو لپاره ننګرهار ته لېږلي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د دغه یوه وراره تېر کال په کابل کې ځانمرګی برید وکړ او یو زوی اوس هم په ننګرهار کې د داعش په لیکو کې ترهګریز فعالیتونه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل