۰

ننګرهار کې د نشه يي توکو څلور فابریکې له منځه وړل شوې

شنبی ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د تولید څلور کار خونې له منځه وړې دي.
ننګرهار کې د نشه يي توکو څلور فابریکې له منځه وړل شوې
کورنیو چارو وزارت وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د تولید څلور کار خونې له منځه وړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د سلواغې ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو د هوايي ځواک په ملاتړ د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د نکورخېلو په سیمه کې عملیت وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د چرس، هیروین او مورفین په ګډون کابو ۶۰۰۰ کیلوګرامه، نشه يي توکو کشف او وسوځول شول.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې د نشه يي توکو د تولید څلورکارخونې له منځه وړل شوې او یوه اندازه مهمات، درې میله وسلې او یو عراد موټر سایکل هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي