۰

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا د ټاکنو قانون د تعدیل له طرحې سره مخالفت وکړ

شنبی ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۸
د ولسمشرۍ د نوماندانو د همکارۍ شورا د ارګ له خوا د ټاکنو قانون د تعدیل له طرحې سره مخالفت کړی او له ارګه یې غوښتي، چې په دې پروسه کې له سیاسي مداخلو ډډه وکړي.
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا د ټاکنو قانون د تعدیل له طرحې سره مخالفت وکړ
د ولسمشرۍ د نوماندانو د همکارۍ شورا د ارګ له خوا د ټاکنو قانون د تعدیل له طرحې سره مخالفت کړی او له ارګه یې غوښتي، چې په دې پروسه کې له سیاسي مداخلو ډډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ پرون جمعه اعلان وکړ، چې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه وروستۍ شوې او سیاسیون او سیاسي ګوندونو ته یې د نظر او مشورو اخیستو په اړه وړاندې کړې ده.

په همدې اړه پرون په ارګ کې د ولسمشر غني او د هغه د دوهم مرستیال سروردانش په ګډون د ولسمشرۍ د نوماندانو، د ځینو نوماندانو او سیاسي ګوندونو د استازو تر منځ غونډه وشوه.

خو تر دغه غونډې وروسته د ولسمشرۍ د نوماندانو د همغږۍ شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده غونډه کې په اکثریت سره د دغه طرحې مخالفت وشو.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي د نوماندانو د همغږۍ شورا په اکثریت سره د ارګ دغه طرحه رد کړه او له ولسمشرۍ ماڼۍ یې وغوښتل، چې د ټاکنو پروسه کې د بې طرفۍ اصل په پام کې ونیسي او له سیاسي مداخلو ډډه وکړي.

دوی وايي، په دغه غونډه کې یې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کمېسیونونو پر خپلواکۍ، بې طرفۍ، مسلکي توب ټینګار وکړ.

دغه شورا وايي، تېر تجربو ته په کتو باید د ټاکنیز نظام کې اصلاحات باید په اصولي او معیاري ډول تر سره نه شي، نه په سلقوي او د حکومت د یو اړخیزه غوښتو پر اساس.

د شورا په وینا په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو د روڼتوب لپاره اړینه ده، ارګ د هر ډول ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د ټولو نوماندانو نظریات او مشورې ولري او داسې ګام پورته کړي، چې ټولو نوماندانو او سیاسي ګوندونو ته د منلو وي.

یادې شورا ارګ ته یوه طرحه هم وړاندې کړې، چې په کې ویل شوي ولسشمر باید د کمېشنرانو او د دارالانشا د ریسانو په ټاکنو کې له نوماندانو سره سلا مشورې وکړي او دغه راز د رایه ورکوونکو نوی لېست چمتو او رایې دې د دبایومتریک پر سیستم تر سره شي.

دوی به دغه اعلامیه کې دغه راز غوشتي، چې د نوماندانو د نظارت حق باید پراختیا پیدا کړي، شکایتونو او اعتراضونو ته رسیدګي باید ښکاره وي، د کمېسیونو په خپل سر شمېر باید محدوده وي او دغه راز پر لومړنیو پایلو اعتراض باید په تقنني فرمان کې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي