۰

د میدان وردګو د ملي امنیت یو افسر کابل کې وژل شوی دی

شنبی ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت یو افسر په کابل ښار کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.
د میدان وردګو د ملي امنیت یو افسر کابل کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت یو افسر په کابل ښار کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه پېښه پرون جمعه د سلواغې ۱۹ مه د پلازمېنې کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه کاشف په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د میدان وردګو ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول محب الله شریف زي ویلي دغه افسر فیروز نومېده او پرون په کابل کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ځینې راپورنه وایي، وژل شوی افسر د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت د ځانګړو عملیات قوماندان وو.

د فیروز د وژلو مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دوی کسانو په یوه تکتیکي برید کې د میدان وردګو ولایت د ځانګړې قطعې قوماندان وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي