کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په فاریاب ولایت کې یو تي خوری ماشوم د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د سلواغې ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ماشوم دوه ورځې وړاندې د فاریاب مرکز میمنې ښار له درېیمې ناحیې څخه د دریو مېرمنو له خوا تښتول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی و.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په همدې خاطر یو لړ ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې یاد ماشوم د میمنې ښار د اولې ناحیې د دمقول له سیمې له انسان تښتونکو تر لاسه او وژغوره.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغه پېښې په تړاو څلور مېرمنې او یو نارینه هم نیول شوي، چې دا مهال د پولیسو تر پلټونو لاندې دي.
کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي، چې انسان تښتونکو د دغه ماشوم له کورنۍ څومره پیسې غوښتې وې، خو وايي، ژغورل شوی ماشوم یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل