۰

خیلیزاد: د افغانستان د سولې جرړې په سیمه کې دي

شنبی ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۳
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د ستونزې جرړې په سیمه کې دي، او د دغه ستونزې د حل لپاره سیمه ییزې اجماع او ګډ کار ته اړتیا ده.
خیلیزاد: د افغانستان د سولې جرړې په سیمه کې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د ستونزې جرړې په سیمه کې دي، او د دغه ستونزې د حل لپاره سیمه ییزې اجماع او ګډ کار ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې پرون جمعه (د فبروری ۸ مه) یې د امریکا د سولې انستېتوت کې یوې غونډې ته خبرې کولې په افغانستان کې د سولې په رامنځ ته کېدو کې د سیمې د هېوادونو په رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغه ستونزو رېښې نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې دي.

خلیلزاد و ویل، چې د افغان جګړې د مختلفو اړخونو، د افغانستان ګاونډیانو او د افغانستان په مسله کې د ښکیلو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو سره یې لیدلي او خبرې کړې دي.

نوموړي په دې برخه کې په ځانګړي توګه د پاکستان رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، پاکستان له تاریخي پلوه د سولې په خبرو کې مثبت رول ندی لوبولی، خو دغه رول پدې وروستیو کې بدل شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، چې پاکستان ملا برادر د ده په غوښتنه خوشی کړی او فکر کوي، چې هغه د طالب مشرانو په منځ کې د سولې ډېر پلوي دی.

دی وايي، په افغانستان کې سوله د څو اړخونو څخه د پاکستان په ګټه، یو دا چې له افغانستان سره به یې اړیکې ښې او بل به امریکا هم ورسره اړیکې ښې کړي.

بل خوا خلیلزاد له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وايي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو ناسمه اخیستنه شوې ده.

د هغه په وینا د امریکا هڅه له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو موافقه تر لاسه کول نه بلکې په افغانستان کې پر سوله موافقه کېدل دي.

نوموړي و ویل، په هغه صورت کې چې موافقه وشي او امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په اډې نه بدلیږي، امریکایي ځواکونه به له هغه هیواد نه ووځي.

خو د خلیلزاد په وینا لا هم د سولې د پروسې په لومړي پړاو کې دی او هغه څه چې ترلاسه شوي مهم دي، خو لا هم اوږده لار په مخ کې ده.

خلیلزاد د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه په څرګندونو کې ویلي د امریکا هڅه دا ده، چې د سولې موافقه تر ټاکنو وړاندې وشي.

هغه و ویل«ما په نظر د سولې جوړجاړی چې څومره ژر وشي هغومره ښه دی، زه پوهېږم چې را روان انتخابات د سولې موافقه له جنجال سره مخامخ کوي، خو د افغانستان لپاره به ښه وي چې که تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقه وشي، موږ دا غوره ګڼو چې تر جولای مخکې موافقه وشي او طالبان هم دې پروسې ته راولو، د سولې موافقه به د سوله ییزو انتخاباتو زمینه هم برابره کړي، زما په فکر تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقې ته کافي وخت لرو، خو حتی که موافقه ونه شي، انتخابات به کېږي او موږ به هر هغه هڅه کوو چې له معتبرو ټاکنو سره مرسته وکړي.»

نوموړي زیاته کړه دی ژر تر ژره اوربند غواړي، خو طالبان د اوربند د موافقې په اړه زړه نا زړه دي، ځکه ښايي غواړي چې د سولې د موافقې لپاره په چانو کې ګټه وکړي.

خلیلزاد وايي، طالبان ښايي فکر کوي چې د اوربند په صورت کې به له حکومته زیاته ګټه ونه کړي او ګرانه به وي چې تر اوږده اوربند وروسته، خپل وسله وال بیا راغونډ او د جګړې ډګر ته واستوي.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې داسې بريښې چې طالبان که دوه په دوه نه وي، د څو اړخونو په حضور کې د افغانستان له حکومت سره هم خبرو ته حاضر شي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد د فبرورۍ په ۲۵مه بیا په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي