نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۳۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې ژمه کړې او تړون یې لاسلیک کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت وایي دغه مرستې به په درییو برخو کې د اقتصادي پیاوړتیا، د خدمتونو وړاندې کول او په ادارو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه ولګول شي.
د دغه مرستې هوکړه لیک پرون د مالیې وزارت د سرپرست همایون قیومي او د نړیوال بانک د مسوولینو تر منځ لاسلیک شو.
د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وايي، له نړیوال بانک سره د هوکړې پر اساس به په اقتصادي چارو کې پراخ بدلونونه رامنځته شي.
په ورته وخت کې نړیوال بانک ټینګار کوي چې دغه مرسته به د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کاري زمینې په برابرولو کې ګټوره تمامه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل