راپورونه وسله والو کسانو تخار ولایت کې پر یوه راډیو وسله وال برید کړی او د دفتر د ننه یې دوه خبریالان وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه (سه شنبې د سلواغې ۱۶مه) د همصدا په نوم پر یوه راډیو د تخار ولایت مرکز تلقانو ښار کې شوی دی.
د همصدا راډیو ډایرکټر سمین حسني وايي، د راډیو وړاندې کوونکی او خبریال په راډیو کې و، چې ډزې پرې شوې او وژل شوې دي.
د حسیني په وینا تر اوسه پورې د برید د انګېزې په اړه څه نه شي ویلي.
پولیسو هم د برید پخلی کړی، خو وايي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید و ویل شي، چې د ۲۰۱۹ کال له پيل راهیسې تر اوسه پورې درې خبریالان وژل شوي دي.
تېره میاشت هم فراه ولایت کې یو خبریال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل