۰

حیات الله حیات د کندهار او شامحمود میاخېل د ننګرهار والي شو

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۳
د ولسمشر غني د تازه حکم له مخې د ننګرهار والي حیات الله حیات د کندهار د والي په توګه او شامحمود میاخېل د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوي دي.
حیات الله حیات د کندهار او شامحمود میاخېل د ننګرهار والي شو
د ولسمشر غني د تازه حکم له مخې د ننګرهار والي حیات الله حیات د کندهار د والي په توګه او شامحمود میاخېل د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې شاه محمود میاخېل د ننګرهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې د ننګرهار والي حیات الله حیات و، خو اوس هغه د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.

باید و ویل شي، چې حیات الله حیات تر دې وړاندې لومړی د میدان وردګو والي و، چې وروسته هلمند ولایت ته تبدیل او له هغه ځایه بیا ننګرهار ولایت ته د والي په توګه ولېږل شو.

نوموړی او تازه د کندهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې د کندهار والي جنرال زلمي ویسا و، خو هغه د کندهار پر وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د برید پر مهال سخت ټپي شو.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي