۰

عاطف مشعل له جنرال باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
په اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
عاطف مشعل له جنرال باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې
په اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مشعل او باجوه پرون سره لیدلي او به ناسته کې یې د افغانستان د سولې د روانې پروسې په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر هم د دغه خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې پر نورو مسایلو سربېره پر دوه اړخیزه اړیکو، د سیمې د امنیت په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پر روان بهیر بحث وشو.

اسلام آباد کې افغان سفارت هم ویلي، چې په دې ناسته کې د دوه اړخېزو اړیکو په پیاوړتیا، افغان سولې، طالبانو سره د افغان حکومت په مستقیمې مذاکرې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ډه، چې پرون د باجوه په مشرۍ د پاکستان د پوځي قوماندانو په غونډه هم پر افغان سوله خبرې شوې او ویلي یې دي، چې تر دې دمه د افغانستان د سولې بهیر د ډاډ وړ دی.

د پاکستان د پوځ د جګپوړو قوماندانانو او د قول اردوګانو د قوماندانانو په دې غونډه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان د دښمنانو د دسیسو د ناکامولو هڅې دوام لري او دوی به اجازه ورنه کړي چې د دښمنانو هلې ځلې بریالۍ شي، خو دا چې دښمن یې څوک دی، څه یې نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي