۰
ډاکتر عبدالله:

له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۲
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار کوي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په شرایطو پورې اړه لري، خو له افغان ځواکونو ملاتړ به یې دوام ولري.
له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار کوي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په شرایطو پورې اړه لري، خو له افغان ځواکونو ملاتړ به یې دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه یې کابل کې د رسنیو له استازو سره خبرې کولې، چې دا مهال د افغانانو تر منځ تاوده بحثونه له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل او د امریکا د مرستو پر دوام راڅرخي.

د عبدالله په وینا دا روښانه ده، چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو خبره کله هم نه ده رامنځ ته شوې، او نه هم په دې اړه کومه موافقه شتون لري، بلکې همکارۍ مو د ګډو ګواښونو پر وړاندې دي.

نوموړی وايي، د جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتېزي هم په شرایطو پورې تړلې، که چېرې شرایط داسې وي، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي، نو له افغانستان څخه د امریکا ملاتړ به هم په بل رنګ کې وي.

هغه و ویل، که چېرې پرېکړه پر دې شي، چې ځینې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دا د دنیا اخر سر نه دی ځکه اوس تر ډېره د امنیت تامین د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غاړه دی، چې باید درناوی یې وکړو.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې ستونزې جوړې نه شي ځکه افغان پوځيان پیاوړي دي او د تهدیدونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.

دی وايي له افغانستان د یو شمېر امریکايي ځواکونو ایستل په دې مانا نه دي، چې ګڼې له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې پرېکوي، خو په وینا یې همداسې یوه ورځ به هم راورسېږي خو موږ باید ورته چمتوالی ولرو.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاد وښود، چې د افغانستان او امریکا همکارۍ به دوام ولري، ځکه دغه همکاري د امریکا او په سیمه کې د سولې او ثبات په ګټه ده.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي