۰

بغلان کې د قتل او غلا په تور څلور تنه نیول شوي دي

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
کورنیو چارو وزارت وايي د بغلان د امنیه قوماندانۍ پولیسو په ولایت کې څلور تنه د قتل او غلا په تور نیولي دي.
بغلان کې د قتل او غلا په تور څلور تنه نیول شوي دي
 کورنیو چارو وزارت وايي د بغلان د امنیه قوماندانۍ پولیسو  په ولایت کې څلور تنه د قتل او غلا په تور نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان دپه مرکز پلخمري او فرنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

به خبرپاڼه کې راغلي پولیسو یو تن د قتل په تور په فرنګ ولسوالۍ  او درې تنه نور چې وسله والو غلو کې یې لاس د پلخمري په حسین خېلو سیمه کې نیولي دي.

خبرپاڼه وايي، د حسین خېلو په سیمه کې درې وسله وال غله یې پر داسې مهال نیولي چې یو عراده موټر یې غلا کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، موټر یې خپل مالک ته سپارل شوی او نیول شوي کسان د پولیسو تر څېړنو لاندې دي.

له دغه غلو څخه یو عراده موټر او یو میل وسله هم تر لاسه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي