د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د دوی یو فعال او مخکښ غړی ارمان لواڼۍ د پاکستاني پولیسو له خوا په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارمان لواڼۍ چې د یاد غورځنګ یو مخکښ غړی پرون شنبې د سلواغې ۱۳ مه ماښام د بلوچستان ایالت په لورلايي سیمه کې د پاکستاني پولیسو له خوا په وهلو ټکولو وژل شوی دی.
ارمان لواڼۍ چې د یاد غورځنګ د رهبرۍ د شورا د غړې وړانګې لواڼۍ ورو دی له یوه لاریون څخه تر وتلو وروسته د پاکستاني پولیسو له کمین سره مخ شوی دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړی محسن داوړ وايي، پاکستاني پولیسو ارمان لواڼۍ په وهلو ټکولو وژلی دی.
هغه پر خپل ټوېټر لیکلي« د ارمان د وژنې خبر ډېر دردونکی دی، هغه پولیسو ووژلو، دا د ریاستي تر هگرۍ بد ترينه نمونه ده.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو دا برید غیر انساني او د پاکستان د حکومت په ځانګړې ډول د نظامي ادارې د هغه وحشیانه لړۍ دوام بللی، چې له کلونو راهیسې دوام لري.
باید و ویل شي، چې ارمان لوڼي د پښتون ژغورنې غورځڼګ له پیله د دې غورځنګ لپاره هلې ځلې کولې او په وروستۍ مرکه کې یې ویلي و، چې د پښتنو د حقونو لپاره به د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې کار کوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان امنیتي ادارو په ځلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان په نخښه کړي، د دوی د مظاهرو او احتجاجونو مخه یې نیولې او غړي یې بندیان کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل