د ایټالیا په دفاع وزارت کې سرچینو اعلان کړی، چې هېواد یې په پام کې لري، چې خپل ځواکونه تر یوه کال پورې له افغانستان څخه وباسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور د ایټالیا رسمي خبري آژانس آنسا ANSA) ) د یاد هېواد د دفاع وزارت د لوړ پوړو سرچینو له قوله ورکړی دی.
په راپور کې ویل شوي، د ایټالیا دفاع وزیر الیزابت ترینا عملیاتي او د همغږۍ قوماندانو ته لارښوونه کړې، چې له افغانستان د ایټالوي ځواکونو د ایستلو لړۍ و ارزوي.
د ایټالیا د دفاع وزارت دغه چارواکي ویلي تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پورې باید له افغانستان څخه ایټالوي ځواکونه ښايي ووځي.
په ورته وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرې انزو موآورو میلانزي ویلی لومړی ځل دی، چې داسې یو خبر اوري او په وینا کله چې د اسرائیلو له سفر څخه بېرته هېواد ته وګرځي له دفاع وزیر سره به پر دې موضوع خبرې وکړي.
باید و ویل شي، چې ایټالیا له پنځلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې خپل پوځیان لري او ا مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان پوځیانو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل