۰

کونړ کې يو پخوانی داعش او اوس طالب قوماندان وژل شوی دی

سی شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش یو پخوانی او اوس د طالبانو مهم قوماندان وژلی دی.
کونړ کې يو پخوانی داعش او اوس طالب قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش یو پخوانی او اوس د طالبانو مهم قوماندان وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند غني مصمم ویلي، عملیات د ځانګړې صفر دوه قطعې له خوا تېره شپه (د سلواغې ۸مه) د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په خلقلام سیمه کې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قوماندان نجم الدین له دوه نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی او یو ملګری یې ژوندی نیول شوی دی.

د کونړ د والي ویاند وايي، نجم الدین وړاندې د طالبانو او وروسته د داعش یو مهم قوماندان و، چې تازه بېرته له طالبانو سره یو ځای شوی و.

باید و ویل شي، چې قوماندان نجم الدین د کرزي په مشرۍ په موقت حکومت کې د لنډ وخت لپاره د کونړ امنیه قوماندان هم وو.

هغه په تېرو څو کلونو کې څو ځلې له داعش او طالبانو سره یوې خوا بله خوا شوی او د حکومت پر ضد یې وسله وال فعالیتونه کول.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي