راپورونه وايي، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلو پرون دوشنبې د سلواغې ۸ مه اسلام آباد ته رسېدلی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
پاکستاني چارواکو ویلي روسیه د افغان سولې په برخه کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه لري، نو له همدې امله کابلو پاکستان ته ورغلی او غواړي له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
دوی وايي کابلو د افغانستانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کوي او وايي، باید د سولې خبرو ته زمینه برابره شي تر چې د افغانستان د بې ثباتۍ مخه ونیول شي.
کابلوف پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې درې ورځې وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې.
دواړه لوري وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی خو تر اوسه په کوم څه هوکړه نه ده شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل