طالبانو ځینې نېږدې سرچینې وايي، په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې به په نېږدې راتلونکې کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شي.
پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا نن دوشنبې د سلواغې ۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د قطر په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د راتلونکي پړاو د خبرو تر پیل وړاندې به له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.
سیدآکبر آغا و ویل«د قطر په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د طالبانو او امریکا بل پړاو خبرې به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په پای کې پیلېږي او د همدې په خاطر چې امریکا طالبانو ته د وتلو ډاډ ورکړي، نو له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ به هم د همدې میاشتې په پیل او یا هم د بل پړاو خبرو تر پیل څو ورځې وړاندې شروع شي.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې راتلونکې میاشت د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تدریجي وتل پیلېږي او په دې توګه به اوربند او د سولې په برخه کې اړوندو نورو بحثونو ته لار پرانیستل شي.
د هغه په وینا کله چې د راتلونکې میلادي میاشتې په پيل کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پيلېږي، نو دا پروسه به د طالبانو او امریکا د یوه ګډ پلاوي له لوري څارل کېږي.
وړاندې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې د طالبانو او امریکا بل پړاو خبرې به د راتلونکې میلادي فبرورۍ میاشتې په ۲۵ مه پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د امریکايي پلاوي د خبرو مشر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ولسمشر غني سره د قطر خبرو د جزیاتو شریکولو پر مهال ویلي طالبانو له دوی د وتلو غوښتنه کړې، خو په دې برخه کې هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني