دفاع وزارت:غزني او هرات کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

7 دلو 1397 ساعت 9:48

ملي دفاع وزارت په غزني او هرات ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په غزني او هرات ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه په یوه خبرپاه کې ویلي دغه ځمکني او هوايي عملیات د غزني په قره باغ، مقر او اندړو ولسوالیو او د هرات ولایت په زېرکوه ولسوالۍ کې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د غزني په مقر، قرباغ او اندړو کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي یو تن ټپي او دوه عرادې موټر یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د هرات زېرکوه کې د هوايي بریدونو پر مهال د یوه سیمه ییز قوماندان غوث الدین په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112817

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112817/

جمهور
  https://www.jomhornews.com