ننګرهار کې چاودنې یوه محصله وژلې ده

6 دلو 1397 ساعت 12:24

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله د یوې محصلې په ګډون دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله د یوې محصلې په ګډون دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د سلواغې ۶ مه سهار شاخوا ۹ بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې د عیدګاه جومات ترڅنګ شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د اریا ماین پاکۍ موسسې پر یوه موټر د چسپکي ماین له کبله شوې، چې دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

خو عیني شاهدان وايي، په دغه چاودنه کې یو موټر چلوونکی ټپي شوی او یوه پېغله نجلۍ چې په یاد موټر کې ناسته وه وژل شوې ده.

سرچینې وايي، وژل شوې نجلۍ د یادې موسسې د یوه مسول لور وه او په موټر کې پوهنتو ته روانه وه.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهوخبري آژانس:ننګرهار

 
 


د مطلب کود: 112790

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112790/

جمهور
  https://www.jomhornews.com