۰

د دوه پاکستانیانو په ګډون درې ځانمرګي بریدګر نیول شوي دي

چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
ملي امنیت ننګرهار ولایت کې د دوه پاکستانیانو په ګډون د درې ځانمرګو برید ګرو په نیولو سره پر یوه مهمه دولتي اداره د ډلیز برید مخه نیولې ده.
د دوه پاکستانیانو په ګډون درې ځانمرګي بریدګر نیول شوي دي
ملي امنیت ننګرهار ولایت کې د دوه پاکستانیانو په ګډون د درې ځانمرګو برید ګرو په نیولو سره پر یوه مهمه دولتي اداره د ډلیز برید مخه نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست وايي، په نیول شویو ځانمرګو کې یو تن د کنړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی او دوه یې هم پاکستانیان دي.

سرچینه زیاتوي، چې د کونړ اوسېدونکی غلام جان او پاکستانیان یو ساجد او بل یې مسلم نومېږي، چې په جلال آباد ښار کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو کسانو د نیول کېدو دقیق وخت نه دی په ګوته شوی خو وايي دوی پلان درلودو چې په جلال آباد ښار کې پر یوه مهمه دولتي ودانۍ برید وکړي.

دغه خبرپاڼه چې نن چهارشنبې د مرغومي ۳ مه خپره شوې په کې راغلي، چې له نیول شویو کسانو د ځانمرګو بريدونو دوه واسکټونه، د ماين کپسولونه، کمپيوټر او نور وسايل هم نيول شوي دي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ د ګردي غوث په سیمه کې ځانګړي عملیات تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې له يو کور څخه ۲۴ ميله کلاشينکوفونه، ۱۰ ميله تومانچې، زرګونه مرمۍ، شاجورونه، د موټرو جعلي نمبر پلېټونه او نشه يي توکو هم تر لاسه شوي دي.

ياده اداره دغه راز د وسلو د قاچاق، له وسله والو سره د اړيکو او انسان تښتونې پېښو په تړاو د درېيو نورو کسانو د نيول کېدو خبره هم کوي.

بل خوا خبرپاڼه وايي، د بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو تالاشۍ پوسته کې يې له يو موټر څخه ۳۵ ميله تومانچې ترلاسه کړي او دغه راز يې سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو يو فعال غړی او جلال اباد ښار کې يې د انسان تښتونکو د ډلې يو غړی هم نيولي دي.

د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري نيول شوي ټول کسان، وسلې او مهمات رسنيو ته وښودل شول.

باید و ویل شي، چې پرون هم په ننګرهار کې د ملي اردو ځواکونو له لورې هم له يو کرولا موټر څخه ۳۷ ميله تومانچې تر لاسه شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي