۰

راشد خان د کرکټ په غوره نړيواله لوبـډله کې شامل شو

سی شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۹
راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ کال د یو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی.
راشد خان د کرکټ په غوره نړيواله لوبـډله کې شامل شو
راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ کال د یو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی په دغه کال کې د یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی و چې د ۱۴،۴۵ په منځني ډول ۴۸ ویکټې اخیستي.

راشد خان دغه راز د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان د لارموندنې پر مهال هم غوره رول لوبولی و او ډېرې مهمې ویکټې یې اخیستې وې.

د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې لوبډله کې څلور- څلور لوبغاړي له انګلستان او هندوستان هیوادنو دي. پاتې درې کسان له افغانستان، بنګله دېش او نیوزلنډ ټاکل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي