۰

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله به هم نن نوم لیکنه وکړي

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۷
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو په توګه نوم لیکنه وکړي.
ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله به هم نن نوم لیکنه وکړي
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو په توګه نوم لیکنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، ښاغلی غني او ښاغلی عبدالله به نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه چې د نوم لیکنې وروستۍ ورځ ده، د ټاکنو کمېسیون ته ورشي او د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د نوماندانو په توګه نوم لیکنه وکړي.

دغه راز ښايي هند کې پخوانی سفیر شید محمد ابدالي او نورالرحمن لېوال هم کمېسیون ته ورشي او د ولسمشرۍ د نوماندانو په توګه نوم لیکنه وکړي.

باید و ویل شي، چې نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې وروستۍ ورځ ده او تر دې دمه ۱۲ تنو نوم لیکنه کړې ده.

حینف اتمر، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، نورالحق علومي، احمد ولي مسعود، لطیف پدرام، حکیم تورن، ابراهیم الکوزی، زلمی رسول، عنایت الله حفیظ، فرامرز تمنا او سید نور الله جلیلی نوم لیکنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي