۰

بادغیس ۷۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
ملي دفاع وزارت په بادغیس ولایت کې د افغان پوځ په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د ۷۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
بادغیس ۷۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت په بادغیس ولایت کې د افغان پوځ په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د ۷۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د مرغومي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په یادو عملیاتو کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۸ تنه ټپیان او ۱۹ عرادې موټرسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم دفاع وزارت په آبکمري ولسوالۍ کې د ۳۹ طالبانو د وژل کېدو او ۲۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي