۰
حنیف اتمر:

د ټاکنو کمیسیون په چارو کې د ارګ مداخله به حالت لا پېچلی کړي

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۰
د ملي امنیت پخوانی سلاکار چې ښايي د ولسمشرۍ نوماند شي وايي، د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مداخله به حالت لا پېچلی کړي.
د ټاکنو کمیسیون په چارو کې د ارګ مداخله به حالت لا پېچلی کړي
د ملي امنیت پخوانی سلاکار چې ښايي د ولسمشرۍ نوماند شي وايي، د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مداخله به حالت لا پېچلی کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر د مطبوعاتي دفتره پر فسبوک پاڼه ویل شوي، دغه مداخله به نه زواې د کمېسیون فعالیتونه اغېزمن کړي، بلکې په جدي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو روڼتیا به هم تر پوښتو لاندې راولي.

په دې معلوماتو کې ادعا شوې، چې ارګ په دې ورستیو کې د نا معلومو سیاسي دلایلو له مخې د ټاکنو د کمیسیون په چارواکو فشار راوړې دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر موده وغځوي.

ښاغلي اتمر ویلي، چې په ملي او دموکراتیکو بهیرونو په ځانګړي ډول د ټاکنو پر بهیر باندې د خلکو اعتماد او باور یو اصل دی، خو په دغه بهیر کې د حکومت لاسوهنه د دغه دموکراتیک بهیر په اړه د خلکو باور کمزوری او کمرنګه کوي.

نوموړی وايي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په کار کې د حکومت پر له پسې لاسوهنې به حالت لا پیچلی کړي او دوی دا کار د انتخاباتو مهندسي بولي چې باید ترې ډډه وشي.

اتمر چې ویل کېږي لومړی مرستیال یې محمد یونس قانوني او دوهم مرستیال یې محمد محقق دی د اعتدال ټیم تر نامه لاندې، چې له ځان سره د جمعیت د مشهور څېرو ملاتړ هم لري ډېر ژر د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي