د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ولسی جرګې ۳۵۰ غړو ته خبردارۍ ورکړی که خپلې پانګې ثبت نه کړي نو رد صلاحیت او د پارلمان له څوکۍ به لرې کړای شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر وړاندې تر اوسه پورې د پاکستان د ولسي جرګې ۶۰۰ غړي د خپلو پانګو د نه ثبت له آمله د ټاکنو کمېسیون ته ورمعرفي شوي دي.
خو اوس مهال د ولسي جرګې ۳۵۰ غړي، چې خپلې پانګې یې نه دي اعلان او ثبت کړې، د رد صلاحیت او لرې کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي که دغه وکیلان د راتلونکې فبرورۍ تر ۱۵ مې خپلې پانګې اعلان نه کړي او کمېسیون ته معلومات ور نه کړي، نو صلاحیت به ترې واخستل شي او د ولسي جرګې له څوکیو به لرې کړای شي.
د پاکستان د قانون له مخې وکیلان باید د نوم لیکنې پر مهال خپلې پانګې په رڼه توګه وښيي او که نه وروسته به د وکالت څوکۍ ترې واخستل شي او پر ځای به یې د بل کس د ټاکنو لپاره رایه اچونه وشي.
جمهورخبري آژانس: کابل