۰

د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې مودې د بیا تمدید احتمال شته

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، ښايي د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر بیا تمدید شي.
د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې مودې د بیا تمدید احتمال شته
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، ښايي د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر بیا تمدید شي.

د کمېسیون غړي سید حفیظ الله هاشمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې تر اوسه دغه موضوع د کمېسیون د مشرتابه په کاري اجنډا کې نشته ولې کېدای شي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د تمدید موضوع وڅېړل شي.

نوموړي و ویل، که څه هم کمېسیون به دا ځل د سیاسي جریانونو تر فشار لاندې د ولسمشرۍ ټاکنو د مهال وېش لغوه کېدو ته غاړه کېنږدي، بلکې له اعلان شوي مهال وېش سره به سمې تر سره شي.

خو په وینا یې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې پروسې د بیا تمدید لپاره بحث ته اړتیا ده.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د روانې جدې میاشتې ۱۳ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰ مې به دوام وکړي.

تر اوسه پورې پنځو تنو نوم لیکنه کړې او کېدای شي سبا او بل سبا ځینې نور نوماندان لکه محمد حنیف اتمر او ځینې نور هم نوم لیکنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي