شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ پرون د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د آدم قلعه په سیمه کې پر طالبانو هوايي برید وکړ.
سرچینه وايي، په دغه هدفمند او دقیق برید کې چې د طالبانو پر یوه غونډه شوی، د یوه قوماندان ابوطلحه په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل