۰
مشرانو جرګه:

کورنیو چارو وزارت باید د سناتورانو عزت او ځای وساتي

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۸
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت وروستیو اقداماتو ته په اشارې له دغه وزارت وغوښتل، چې د سناتوران عزت او نوم و نښان ته جدي پاملرنه وکړي.
کورنیو چارو وزارت باید د سناتورانو عزت او ځای وساتي
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت وروستیو اقداماتو ته په اشارې له دغه وزارت وغوښتل، چې د سناتوران عزت او نوم و نښان ته جدي پاملرنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار د نن سه شنبې مرغومي ۲۵ مې په غونډه کې و ویل، چې دوی د کورنیو چارو وزارت له وروستیو اقداماتو ملاتړ کوي او هیله لري، چې دغه وزارت په ورته اقداماتو وکولای شي، قانون په هېواد کې پلی کړي.

خو په وینا یې دغه وزارت باید د ملي شورا د غړو غزت او ځای ځایګي ته جدي پاملرنه وکړي او د پارلمان د غړو او وسله والو کسانو تر منځ توپیر وکړي.

د مشرانو جرګې د نن ورځې په غونده کې ځینو سناتورانو نیوکه کوله، چې کابل ښار کې پولیس له دوی سره ښه چلند نه کوي او سپکاوی یې کېږي.

د جرګې غړي امان الله اعظمي و ویل دا ځان ښوودنه ده، چې پولیس د سناتورانو موټر دروي او په غیر مسلکي چلند د موترو او وسلو د کارت پوښتنه ترې کوي.

نوموړي تور پورې کړ، چې کله پولیسو ته د ملي شورا د امنیت ریاست استعلام هم وروښي، خو پولیس بیا هم سپکوونکی چلند ورسره کوي.

د جرګې بل غړي محمد آجان منګل هم ورته څرګندونې وکړې او له سناتورانو سره د کابل ښار د پولیسو چلند یې د سناتورانو سپکاوی وباله.

د هغه په وینا دا چې د کورنیو چارو وزارت پر ساتونکو هم محدویت ايښتی او هغوی نه پرېږدي، چې د موټر په بادۍ کې کېني دا خپله د سناتورانو سپکاوی او د پولیسو ځان ښوودنه ده.

خو د جرګې بل غړي محمد رحیم حسنیار بیا د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام پر ځای وباله خو په وینا یې په دې شرط چې د پولیسو په چلند کې تعادل شتون ولري.

نوموړي و ویل، چې د کورنیو چارو وزارت باید لومړی له ځانه پیل وکړي او په دغه وزارت کې د پراخو بې نظمیو مخه ونیسي.

باید و ویل شي، کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د یوې خبرپانې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې نور د هېڅ چارواکي ساتونکي نه شي کولای د موټرو په باډیو کې کېني او نیمه درنې وسلې له ځان سره ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي