۰
مشرانو جرګه:

د کابل د تېرې شپې د برید په پلان کې داخلي کړۍ لاس لري

سی شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۱
مشرانو جرګې د کابل د تېرې شپې برید ته په غبرګون کې وايي، د افغانستان دښمنان د داخلي کړیو له مرستې پرته نه شي کولای په ځانګړي ډول په کابل کې بریدونه تر سره کړي.
د کابل د تېرې شپې د برید په پلان کې داخلي کړۍ لاس لري
مشرانو جرګې د کابل د تېرې شپې برید ته په غبرګون کې وايي، د افغانستان دښمنان د داخلي کړیو له مرستې پرته نه شي کولای په ځانګړي ډول په کابل کې بریدونه تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد عالم اېزدیا نن سه شنبې د مرغومي ۲۵ مه عمومي غونده کې د کابل د تېرې شپې برید په کلکو ټکو وغانده.

نوموړي و ویل، چې پر بې ګناه، ملکي وګړ، ښځو او ماشومانو دغه ډول بریدونه په هېڅ قانون او قاموس کې ځای نه لري.

هغه د یادې پېښې پر جدي څېړنو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې تر چې د نظام له د ننه د له ځانمرګو او وسله والو بریدګرو سره همکاري ونه شي، د افغانستان دښمنان قطعآ نه شي کولی دغه ډول بریدونه پلان او تر سره کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال له ولس څخه وغوښتل، چې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د مخنیوي په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري او مرسته وکړي.

د جرګې غړې ګلالۍ اکبري و ویل، چې د کابل د تېرې شپې برید زیاتره له ولسي او بې ګناه وګړو قرباني اخیستې او ډېری قربانیان یې هم ښځې او ماشومان دي.

نوموړې بیا زیاته کړه، که چېرې امنیتي ځواکونه د خلکو ملاتړ خپل کړي نو په اسانۍ سره به کولای شي د دغه ډول ځانمرګو بریدونو او چاودنو مخه ونیسي.

خو د جرګې یو بل غړي محمد حسین هوتک بیا پر امنیتي ادارو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د کابل د تېرې شپې برید وښوده، چې امنیتي ادارې د دغه ډول بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.

باید و ویل شي، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د ګرین وېلېج په سیمه کې د تېرې شپې په موټر بم برید کې د چارواکو په وینا ۴ تنه وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو بهرنیو او کورنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي