۰
ولسي جرګه:

پر اسدالله خالد لګېدلي تورنه سیاسي دي، د نړیوالو بشري حقونو د څار بنسټ شخصیت وژنه کوي

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
ولسي جرګې د نړیوالو بشري حقونو د څار بنسټ له خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت پر سرپرست اسدالله خالد لګېدلي تورونه بې بنسټه او سیاسي وبلل.
پر اسدالله خالد لګېدلي تورنه سیاسي دي، د نړیوالو بشري حقونو د څار بنسټ شخصیت وژنه کوي
ولسي جرګې د نړیوالو بشري حقونو د څار بنسټ له خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت پر سرپرست اسدالله خالد لګېدلي تورونه بې بنسټه او سیاسي وبلل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن دوشنبې د مرغومي ۲۴ مه په عمومي غونډه کې و ویل، د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ له خوا پر ښاغلي خالد لګېدلي تورنه پرته له یوې سیاسي برنامې او د افغانستان د دفاع د سیاسي شخصیتونو له بدنامولو پرته بل څه نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان دښمنان په دغه ډول تبلغاتو او بې بنسټه تورونو غواړي د افغان ولس باور او اراده پر خپلو امنیتي بنسټونو راکمه کړي.

په جرګه کې د کندهار استازي نعیم حمیدزي لالي بیا و ویل کوم راپور چې د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ له خوا خپور شوی د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی له خوا دغه بنسټ ته ورکړل شوی او یا بنسټ هم پرته له دې چې پلټنې وکړي هغه یې خپور کړی دی.

نوموړي و ویل«ځینې داخلي ترهګر د پاکستان په همکارۍ په هېواد کې د بانفوذه او اغېز لرونکو کسانو د شخصیتي ترور په لټه کې دي.»

دغه راز د جرګې بل غړي فتح الله قیصاري و ویل کله چې طالبان د جګړې په میدان کې د ملي اردو سرتېري وژني د بشري حقونو د څار بنسټ خپل غږ نه پورته کوي، دا د بشري حقونو د څار بنسټ نه بلې د افغانستان له پاره زهر دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت استازي سخي مشواڼي هم و ویل، هغه کسان چې د هېواد او ولس د دفاع هڅه کوي، هغوی ته دسیسې جوېږي تر څو د خلکو تر منځ نوم بدی شي.

باید و ویل شي، چې مشرانو جرګې هم پرون پر اسدالله خالد د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ له خوا لګېدلي تورونه بې بنسټه، مغرضانه او سیاسي وبلل.

سناتورانو ویل کله چې ښاغلی خالد پر کور و او ګڼو بهرنیو هېوادونو ته یې تګ راتګ کاوه ولې دغه بنسټ چوبه خوله او نن چې هغه د وسله والو پر وړاندې غوڅ دریځ خپل کړی او د افغان ولس له خوا یې هرکلی شوی نو دغه بنسټ راولاړېږي او بې بنیاده راپورونه خپروي.

د یادونې وړ ده، چې د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په کندهار کې د ولایت پر مهال پر شخصي زندانونو درلودو تورن کړ.

اوس په خوله رسنیو داسې راپورونه هم دي، چې دغه لګېدلي تورونه د یاد بنسټ له خوا نه بلکې په دې بنسټ کې د یوه مشخص کس له خوا رابرسېره او لګول شوي دي.

راپورونه وايي، کله چې د بشري حقونو د څار بنسټ کومه موضوع راپورته کوي، نو هغه په کلني راپور او یا هم رسمي اعلامیه کې څرګندوني خو دغه تورونه چې پر اسدالله خالد لګول شوي، نه د دغه بنسټ په کلني راپور کې شته او نه هم په کومه رسمي اعلامیه کې.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي