۰

د اعتدال ټیم د جمعت ګوند د مشهورو څېرو په ملاتړ د ولسمشرۍ ټاکنو میدان ته وځي

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۴
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د اعتدال ټیم د جمعیت ګوند د مشهور څېرو په ملاتړ د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې سیالۍ ته وځي.
د اعتدال ټیم د جمعت ګوند د مشهورو څېرو په ملاتړ د ولسمشرۍ ټاکنو میدان ته وځي
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د اعتدال ټیم د جمعیت ګوند د مشهور څېرو په ملاتړ د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې سیالۍ ته وځي.

د اعتدال له ټیم څخه ښاغلي اتمر د احتمالي نوماند په توګه چې لومړۍ مرستیال به یې محمد یونس قانوني او دوهم مرستیال به یې حاجي محمد محقق وي د ولسمشرۍ ټاکنو میدان ته ورځي.

یوې باوري سرچینې جمهور خبري آژانس ته و ویل، د اعتدال ټیم له ځان سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د جمعیت ګوند د مشهور څېړو، استاد عطامحمد نور، امیراسماعیل خان، حاجي حضرت علي، بسم الله خان، دین محمد جرآت او کلیم الله نقیبي ملاتړ له ځان سره لري.

سرچینه وايي، د اعتدال له ټیم څخه د جمعیت ګوند د ملاتړ لامل دا دی، چې ښاغلي اتمر د صدارتي نظام د رامنځ ته کولو هوکړه کړې او هغه کس چې صدراعظم ټاکل کېږي د حکومت اجرائیوي مسایل به مدیریت کوي.

دغه سرچینې دا هم و ویل، چې د ښاغلي اتمر په تیم کې د درېیم معاونیت د رامنځ ته کېدو هوکړه هم شوې او دغه معاونیت به د ازبک قوم اړوند وي.

سرچینه زیاتوي، په درېیم معاونیت کې خپله جنرال دوستم نه شاملېږي خو هغه بل له ازبک قوم څخه یو بل کس د درېیم مرستیال په توګه معرفي کړي.

خو په وینا یې ښاغلی دوستم دا مهال د ښاغلي اتمر او رحمت الله نبیل د ټاکنیزو ټکټونو تر منځ دوه کې راګیر دی او تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

دغه سرچینه وايي، د ښاغلي دوستم د دوه لارې لامل هم همدا دی، چې د ښاغلي اتمر ټیم له ځان سره د لویو سیاسي ګوندونو او جریانونو ملاتړ لري.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې ځینو نورو سیاسي او جهادي څېرو هم د حنیف اتمر له ټیم سره یو ځای کېدو ته زړه ښه کړی دی.

سرچینه وايي، کېدای شي استاد عبدالرب رسول سیاف، محمد کریم خلیلي، صبغت الله مجددي، د ګیلاني کورنس او ځینې نور بانفوذه کسان د ښاغلي اتمر له ټیم څخه ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې یاده سرچینه دا هم وايي، ښاغلي اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې ځان نوماند نه کړي، ځکه هغه د پنجشېر د مشرانو له خوا تر سخت فشار لاندې دی او ترې غوښتي یې دي، چې د احمد ولي مسعود له ټیم څخه ملاتړ وکړي، چې عبدالله هم ضمني ژمنه ورسره کړې ده.

سرچینه وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او احمد ضیا مسعود تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

بل خوا دغه سرچینه زیاتوي، رحمت الله نبیل هم خپل دوهم مرستیال مراد علي مراد ټاکلی خو د لومړي مرستیالۍ لپاره یې تر اوسه څوک نه دي موندلي.

هغه زیاتوي، نبیل هڅه کوي، لومړۍ معاونیت جنرال دوستم ته ورکړي، خو تر اوسه د دوستم له خوا ورته کوم ځواب نه دی ویل شوی.

سرچینې و و ویل که څه هم نبیل د دوستم د ملګري کولو لپاره زیاته پانګونه کړې، خو په وینا یې که هغه ورسره یو ځای نه شي فکر کوي، چې د ښاغلي نبیل ټیم به له ستونزو سره مخ شي.

ګومان کېږي، چې د حنیف اتمر په مشرۍ د اعتدال ټیم به د راتلونکې چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه د نوم لیکنې لپاره د ټاکنو کمېسیون ته ورشي خو په دې اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي