۰

فرانسه کې چاودنې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
راپورنه وايي، د فرانسې پلازمېنه پاریس کې یوه چاودنه شوې، چې له امله یې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فرانسه کې چاودنې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورنه وايي، د فرانسې پلازمېنه پاریس کې یوه چاودنه شوې، چې له امله یې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې چاودنه په یوه نانوايي کې رامنځ ته شوي او اټکل کېږي، چې د ګازو د ډبې له امله به شوې وي.

د پاریس پولیس وايي، په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي، چې د ۱۰ ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

پولیس زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي