مشرانو جرګې پارلماني خبریالان وستایل

22 جدی 1397 ساعت 14:49

مشرانو جرګې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پارلماني خبریالان وستایل او هغوی ته یې ستاینلیکونه ورکړل.


مشرانو جرګې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پارلماني خبریالان وستایل او هغوی ته یې ستاینلیکونه ورکړل.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د پارلماني خبریالانو کارونه وستایل او ولس ته یې د مشرانو جرګې د استازو د کړنو په اړه د معلوماتو له رسنیو مننه وکړه.

هغه و ویل، پارلماني خبریالانو تل هڅه کړې، د مشرانو جرګې بحثونه په رېشتینې توګه تر ولس پورې ورسوي، چې دا کار یې د ستایلو دی.

ښاغلي مسلم یار ټینګار وکړ، چې خبریالان او رسنۍ باید ملي ګټې په پام کې ونیسي ځکه په وینا یې د رسنیو او بیان آزادي د افغان دولت د لاس ته راوړنو یوه بېلګه ده او باید په هېڅ ډول تر نیوکو لاندې رانشي.

د مشرانو جرګې رییس دغه راز له خبریالانو سره ژمنه وکړه، چې د عمرې حج د ادا لپاره به یې سعودي عربستان ته لېږي.

په دغه مراسمو کې خبریالانو هم ژمنه وکړه، چې دوی به د هېواد ملي ګټو ته په پام سره خپل صادقانه کارونه کوي او ولس ته به معلومات رسوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 112329

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112329/

جمهور
  https://www.jomhornews.com